د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

شهيد

تورې ، تورې الوتکې
پاس په تورو غرونو راغلې
يودهشت يې بيا راخپورکړ
ددې سيمې په مغزو کې
په لويانو په وړوکې
يو شين سترګى هواباز و
چې په دې پاکه فضا کې
يې بارود غوښتل خواره کړي
غواړي و ووري بمونه
غواړي ټول طالبان مړه کړي
غواړي دغه پښتانه هم
دمرګي په خوب ويده کړي
څو خروار ، خروار بمونه
يې له پاسه راګوزار کړل
کلى ټول په ګرد کې پټ شو
پټ په ګرد کې يې کوکنار کړل
دا وړه ولسوالي ده
اوکنه يو لوى هېواد دى
دا لبنان که فلسطين دى
دا جاپان دى که بغداد دى
چې دادومره لوى بمونه
پکې پاس له هسکه اوري
يو څو خړ خټين کورونه
يو څودنګ برجونه ښکاري
نوريې ټول کلى کنډر کړو
پکې بل اورونه ښکاري
هاپښتون طالب شهيد شو
چې يې تل په خوله مسکاوه
ها دکلي دبزګر زوى
مور يې هم ټوټه ، ټوټه شوه
کوريې اور واخيست ايره شو
دې  د نر باباجان  نر  زوى
دځوانۍ سپرلى ونه ليد
څو ماشومې خنداګانې
څو سلګۍ او ژړاګانې
دې معصوم ماشوم څښتن ته
له خپل ځانه سره يوړي
 
شمشتو پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٠٦-١١
د شاعر نور شعرونه ←