د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

معلم

زه دمعلم دخولې خـــــــــــــــــــبرې غــــــــــــــــــواړم
ښې يې پستې لــــــــــــــکه شــــــــــــکرې غــــواړم


چې راته وښـــــــــــــايــــــــــــــــي ښــــه ليردژوندون
زه له هغه ســــــــــره اتـــــــــــــــــــرې غـــــــــــــــــواړم


چې ښه اوبدخپل اوپـــــــــــــــــــردي رازده کــــــــړي
دتورغدارسرترې پرې کــــــــــــــــــړي غــــــــــــــواړم


ومعارف څراغ پــــــــــــــه لاس چــــــــــــــې ګــــــرځي
دتوروشپوغمازتــــــــــــــرې لـــــــــــــــرې غــــــــواړم


په شپوچې ناست اودټولنې سباوون لــــــــــــــټوي
دداسې خلکواحتـــــــــرام شـــــــــــوي غـــــــــــــواړم


چې تل دجهل نــــــــــــــادانــــي ســـــــــــــــره مــــــل
دهردښمن ګريوان څيـــــــــرلـــــــــــي غــــــــــــواړم


شعريې وايي اوقلم يې صفـــــــــــــــــتونه ليکي
لوړيې مرام دي احترام يې تل لمانځلي غواړم

د شاعر نور شعرونه ←