د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

غزل

خفه له يوبل نه ياران ګرځو داولــــــــــــــې ګـــــــرځــــو
ترڅوبه داشانته پرېشان ګرځو داولـــــــــــــې ګــــرځو


په مونږکې دايوه خطاده چې وروري نــــــــــــه لــــــــرو
ورورى لاڅه کړي چې خفه ګرځو داولــــــــــې ګـــــرځو


که څوک له ماوکړي پوښتنه مې ځواب بـــــــــه داوي
تش په نامه باندې افغان ګرځو داولـــــــــــې ګــــــرځو


خوښي به کله ستادکشروروپه بــــــــرخــــــــه شي يار
نه شولو ورونه په بل شان ګــــــــرځــــو داولې ګرځو


په عبادت سجده سوري لکه سرلـــــــوڅ تـــــــــنورکړه
ولاړپه لمونځ چرت کې ميدان ګرځو داولې ګـــــرځو


په دې خلکوکې محبت نه ځاي نـــــــــفرت نيــــــــولي
په نشته مينه ميــــــــنان ګـــــــــرځــــــــو داولې ګرځو


(امين زى) څه وايې مونږدوه لسيزې جنګ تېرکړي
خواروزارولــــــــــې پـــــــــه بيابان ګرځو داولې ګرځو

د شاعر نور شعرونه ←