د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

خبرې

په سوچ کــــــــــې تللى يــــــم آشنادستاکردې يادوم
چې څه دې وکړه دې اوږدې لنډې کيسې يـــــــادوم


په تصورکې مې هيڅ نشته تـــــــــنهاتــــــــــــــــه يـې
چې تل پرې سوځم ستاخبرې يوې دوې يـــــــــادوم


زړګيه ژاړه څه چې شوي تــــــــــــاپـــــــــه خپله کړي
وفاله کومه شوه ناکامې دې وعـــــــــــــدې يـادوم


شول مړاوى،مړاوى ګلغوټيوښکلاخاورې شوله
څه ښکلى بڼ ووجــــــــوړګـــــلزارکې خرابې يادوم


آخربه مړشم دې پوښتنې پــــــــــــه آرمان به لاړشم
چې ودې نه کړه مې شهيدې خــــــــــاطــرې يادوم


ښېرې به نه کوم خـــــفــــــه يــــمـــــه ګيـــــلې کومه
څه ښه سپرلى وه زه دمينې ترانـــې يــــــــــــــادوم


پښتوخوږه ده که قلم شعرليکي مســـــــت شوى
غزل مې خوښ شو( امين زيه ) تاپکې يـــــادوم

د شاعر نور شعرونه ←