افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
کنډوالې
وطن ځکه کنـــــــډوالـــې شو
چې فرمان په فرمـــــان راغى
دتورتم تيارې خــــــورې وې
دښاديوآرمــــــــــان راغــــــى
وړکى مــــــاشــــــوم يتيم شو
چې دوخت قومندان راغــى
عالم ټول ورته حيــــران شــو
چې داڅه شان دوران راغـى
خوښي نه وه غم پــــرېمـــانـه
دغمونوکـــــــــــاروان راغـى
هېڅ په ښه بـــــدخبــــرنـــه وه
خودجنګ تــــرميدان راغى
(امين زى) يې هله ډوب کړ
چې داوښــــکوباران راغى