د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

جدايي

لري درنه لاړم جدايي مــــــــــې خـــــــــــوښــــه نه شوله
تانه چې جلا شوم ځــــــــانځـــــانى مې خوښه نه شوله


هريوه خپل کـــــــــــارکاوه همکاري موجوده نه وه کې
بل شان مې زړه تورشه، داسيالي مې خوښه نه شوله


ماويل آبادبه يې وطنه څــــــــوچــــــــې زه ژونـــــــديم
ډزدمزايل وه قصـــــــــابــــــــــــي مـــې خوښه نه شوله


ګران افغانســـــــــــــتانه څه وختونه چې تاتېرنه کړل
تېرکړل وطـــــــــن واله داخواري مې خوښه نه شوله


ټول يې ناآرام کړل قومندان په لاس ټوپک واخيست
ورکه داياري کړي بيماري مــــــــې خــــــــوښه نه شوله


ماويل زه يم، تاويل زه يــــم داټـــــــــــــول څـــــــــــــه ول
خپل وطن مووران که ســـــــــربازي مې خوښه نه شوله


راشه ! راشه ( امين زى ) تــــــــــــه نــــن حساب ورکړه
بــــــــــل وطــــــن ته لاړم پرديسي مې خوښه نه شوله

د شاعر نور شعرونه ←