د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

غزل

چې په ځــــــــوانــــــۍ کــــــــې يې ګاللي زحمتونه
به ښکارېږي چې ځلېــږي ډک په ستوروآسمانونه


ددنيـــــــــاګـــــــــې داســـــې بــــازارده بې وفادلبره
څوک مري له لوږې څــــــــوک کوي خپل عيشتونه


دعقبى پېټى يې درونـــــــدکړنـــن زمان ته لږوګوره
علت به وي په موڼږکې که جهــــــان کــــې نقصانونه


دسباسرمايه داده لـــــــــه مـــــــــاواروري ورونوواړو
سبق وايي درســـــــــونــــــــه چـــې روان مووي کارونه


نن يې خوشحال زړګـــــــــي خـــــفــــــه دى دهغوملګرو
ځان ته په قهردي چې يې نــــــــــــه ويـــــــــــــل درســونه


دکال اوږدوکې به چې خـــــــــلکوخپـــــــل درسونه ويل
دوى په بازارګرځېده شان دوزيــــــــــر پــــــــــه دربارونه


د(امين زى) فريادبه کـــــــــــــوم ځلمــــــــي ترغوږورسي
تېرېږي زيان وختونه فائيدي نه کـــــــــــوي ګشــــــــتونه

د شاعر نور شعرونه ←