د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

فريادونه

څه فريادبه له داغــــــونـــودزړګـــــــــــــي کړم
چې قبول يې په طاعت نه بنده ګــــي کـــــــړم


ماته ښکاري هرڅه ښه راته منـــــــــــظوردي
که په درددې دروېزګريم ملـــــنــــګي کــــــړم


لاس مې پورته دي نيولۍ پاک سبــــحان ته
سرمې ايښى په سجوديې بنــــــــده ګـي کړم


ترهغوپورې به ژاړم پــــــــــټ بـــــــــه ســـوزم
څوسفرله دې دنيانه په مــــــــرګــــــــي کـــــړم


اوس مې بله چاره نشته راته ښـــــــــــــکاري
ګريوان څيرې سربـــــبربــېچـــــاره ګـــي کړم


چې پتنګ غوندې ستي نــــه شــــوم له ياره
خودبه ناست يم ټيټې سترګې بنده ګي کړم


رقيبان چې څه کوي پـــــــــروايـــــې نـــــشته
لاپوشاپوځيګرخون دمــــــوزيـــــــــګي کړم


عمرتـــــــېرشــو(امين زيه) لاتــــــــيرېــــــږي
په سوچونوکــــــې غرق شوي زنده ګي کړم

د شاعر نور شعرونه ←