د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

داستان

افغان اوچت ملت دى غوږدې ونيسه داستان ته
ځکه ځان يې تعريف کړى نن سبادى ټول جهان ته


شجاعت کې بريالي دى نذيرنه لري پــــوهېږي
دلاپوځاى کې نشته دى تيارهرامـــــتــــــحان ته


ټوپک نه يې زړه توردى ډى،ډى،آرته آماده دي
کري ګلزارګلونه بل يې نه پرېږدي تـــــــــــوپان ته


نورنه کړي ورور وژنه، وطـــــــــن کـــــــــوي پالنه
په ګډه ټول لعنت وايي، نــــــفاق اوهم شيطان ته


وطن په آزادۍ کې، پـــــــــه صـلحه ورورولي کې
يې ملاوې دي تــــــــــړلـي ټول روان ډګرميدان ته


راتلوونــــــــــــکې يې روښانه، دلمرغوندې تابانه
ليوال دي چې کې ګډشي روان شي دې کاروان ته


هميش دې بريالي وي، خوشحال دې لوي واړه وي
صفـــت کړي ( امين زى ) ټول وطن والوافغانان ته

د شاعر نور شعرونه ←