د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

ژبه

نه دې دردونه شم ليـــــــــــــکلي دمثـــــــــــــــال پـــــه ژبه
خوله مې ده ماته نه دې ويلي شم دقــــــــــال پـــــــه ژبــــه


سترګې مې ويني خودردونه دې زغـــــــملــــــى نــــه شم
ښه پرې پوهېږم نه يې ويلى شــــــــــم دحال پــــــــــــه ژبه


پرون يې سل منه خيرات کې چاپوښتنه نـــــــــــه کــــــړه
نن ورته ګوره چې ګړېـــــــــــــږي ددلال پــــــــــــــه ژبـــــــه


ټول مشران اوعالمان يې شاګردان غـــــــــونــــــدې دي
خبرې ستوني کې کوي ځان جوړوي لکه دجــال په ژبه


شمله يې جګه ده ټومبلې اواغوستې يې خرفه ده زري
تورې جامې پرې پټوي،ځکه ګړېږي دکمـال پـــــه ژبه


دچاپه خوله چې ورته هيڅ ددعاخــــــــيال نــــــه راځي
څومره بدښکاري (امين زيه) دجـــــمـــــــــال پـــــه ژبه

د شاعر نور شعرونه ←