د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

دورورۍ ورکړي لاسونه

راځي راټول شئ، سره جوړشئ،دښمني پرېږدئ سره کورشي
ټوپکې کېږدئ،دورورۍ ورکړئ لاسونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
په دښمنۍ هيڅ نه جوړېږي،داخپل وطن موپرې ورانېږي
نفاق دې ورک شي يوله بل موبيلوينه
نورورته مه لېږئ بمونه
راځي په خپلوکې سلاشئ دښمني پرېږدئ اوپخلاشي
غېږې کړي خلاصې يودبل مچ کړي مخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
ټول مودوستان پرې خفه کېږي، په مردکونه خوشحالېږي
نورپه وطن کې دباروتوپه ځاي وشيندئ ګلونه
نورورته مه لېږئ بمونه
داموميراث دپلارنيکودئ،هم موستروياړدتاريخودى
دڅه لپاره ورانوي خپل تاريخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
کابل دى کوردعالمانو،هم دمظلومويتيمانو
پکې اوسېږي دهيوادواړه قومونه
نورورته مه لېږئ بمونه
په سرزوري نه پوره کېږي، له خودخواهۍ څه نه جوړېږي
ځان ځانې پرېږدي په اولس وکړي فکرونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
اوس کابل جان ټول په ژړاده،ورځينې جوړه کربلاده
زړه يې زخمي ده ترېنه کېږي هجرتونه
نورورته مه لېږئ بمونه
راځي راټول شي سره جوړشي، لږدزخمي زړه په ټکورشي
کينې مولرې کړي په صدق وکړئ لفظونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
په سوله ټول خوشحاله کېږي،(امين زى)کورموودانېږي
په جنګ جګړوموخپل دوستان له منځه ځينه
نورورته مه لېږي بمونه
کابل ته مه لېږي بمونه

د شاعر نور شعرونه ←