افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
سرمشق
زړونه په مينه تړل کېږي په رشمونـــــــه کـــــېـــږي
يومخ کارونه درته وايم په پــــښــــتونـــــه کــېــږي
چې دګودرخبره ياده شي منګې يــــــــــادېـــــــــږي
چې پکې پېغله ياده نه شي په شعرونــه کــــــېږي
دوداودستورکې ځه څه نه وايمه دومــــــره وايـــم
يوويشتم قرن دى ملګروپه پـــــــيسونـه کـــــېږي
مينه کې صبرسعادت دى موسرمشق همداکړي
خپله ملاوتړيه واورئ په پــــــردونــــه کېــــــــږي
نه راويښېږو(امين زيه )مونږه خــــــــوب وړي يو
چې عمل نه وي په تکرار،تکرارکيسـونه کېږي