د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

رڼا

نوربه وروري وي خوب مې وليدچې رڼـــــــــــــاراځــــي
ګران افغانستان وطن کې شيــــــــــنکۍ فــــــضـاراځي


داچې يوه مرام لپــــــــــــــــاره يــــــوقــــــــــــــدم روان شو
ملي بيرغ له سيوري لانـــــــــدې به ليـــــــــــلاراځـــــــي


چې افغاني غـــــــــــــــرورمـــــــــــدام راسـره مل ووسي
تل به نازيــــږوپه تــــــــــــاريخ نوې دنيــــــــــــاراځــــــي


وطن مويو، ملت مويو، نودښــــــــمني پـــــــــه څــه ده
چي سره يوشوپه شيبو،شيبودعــــــــــــــاراځــــــــــــي


خدايه که داسوال مې قبول ستاپه درباروګــــــــرځيـد
چې دپخلالپاره يــــــــوبــــــــــل تــــــــــه آشنـــــــاراځي


څوک شهيدان شول څوک ورک دي لادرک يې نشته
شېبه هغه چې راپه يادشي کــــــــــربــــــــــلاراځــــــي


دافتخارنصيب به هله (امين زى ) وګـــــــــــرځــــــــي
چې په وطن کې آرامـــــــــــــــــي تـــــــــــرابــــداراځي

د شاعر نور شعرونه ←