د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

قمر

شپه وه ترږمۍ وه رڼـــــــــــايـــــــــي وه دســـــــــحرپـــــــکې
داغ دسپوږمۍ نه وه روښــــــــنايــي وه دقــــــــــمرپــــــکې

هيڅ نښان يې نه وه دسپوږمۍ پاس په آسمان بــــانــــدې
ناسته وه په ځـــــــــمکه تـــــجـــــلى وه لـــــــــــکه لمـرپـکې

ماويل رالويدلې څوارلسم سپوږمۍ پـــــه ځـــمـــــکــه ده
ښه چې ورته ځيرشوم پروت پرې شال ووسپين بشرپکې

ستوري هک حيران وه يوله بله يې اشــــــــــــارې کــــــړلې
داپه نازويده وه نښاني وه دکـــــــــــــوثــــــــــــــرپـــــــــکــې

داغ دسپوږمۍ نه وه تورووريځوکې يــــــــې خـال ايــښى
شونډې ياقوتي وې پټ ساتلي يې ګـــــــــــوهـــــرپــــــکې

دستوروپــــــلــــوشــــــــې دى، دبـــــلبــــلو ښې نغــمې دى
( امين زيه ) قصيې پريږده دژوندون ښکلى ساغــر پکې
د شاعر نور شعرونه ←