د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

په هوډبند

افسوس زماپه حال چې دنياکې مې هيڅ خوندونــــــه ليده
ياران ددنياډيـــــرووخولايومــــــــې په هوډبندونـــــــه ليده


غوټى داميدونوغـــــــــــــوړېــــــــــــدوپــــــــــــه تمـــــــناوې
هېڅ دوست مې په دوستي باندې څــــــــــرګنــــــدونه ليده


ګلونه مې کرلي اغـــــــــــــزونـــــــــــــــه مــــــــــې زړه توردى
يوګل په غوړيدلي سرۍ کې بـــــــــنـــــدونــــــــــــــه ليــــده


وصال ته دې جانانه که هــــــــــرڅـــــــــــونـــــــــږدې کيدمه
رقيب ترماړومبى وخالي ځاى مې ستاترڅنګ ونه ليده


پيمانې دي ډکـــــــــــوه يــــــــــــې پـــــروامه کړه راکـوه يې
باوروکړه ساقي ګله يوه کې مې هم خــــــونــــــدونه لـيده


(امين زيه ) مينه نشته نه خپــلوکې خـــــــــپــــلـــــــــــــوي
غم کې ديوورورچې مې بل ورورپـه ښه اندونه لـــــــيده

د شاعر نور شعرونه ←