د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

داوښکوباران

دلداره راته وايه چې جـــــانــــــــان مــــــې يـــــــې کنه
زخمي زړګي لپاره څه درمـــــــــان مـــــــې يـــــــې کنه


زه رنګ په تهمتونوشومه داستاپه يــــــــارانــــه کې
چې زه پرې عقيده لرم ايـــمـــــان مـــــــــې يـــــې کــنه


انتظارکې دې جانانه ځمادوه ستــــــرګې څلورشوې
سپرليه رارسېږه سپيروهيـــــلــــوبهاران مې يې کنه


دمينې په اقراردرقـــيـــب هيـــــلې نيمه خــــــواه کړه
سپېده داغ دتاندوهيلوپه آسمان مـــــې يـــــــې کنه


ماشپې په رڼوسترګوســــباکــــــــړي ستاپه يادکې
دډېروبې خوابيوڅه جـــــــبران مــــــې يــــــې کــــــنه


په ليدومې سترګې ستاپه لورکـــــــــږې شــــــــوې
کږوسترګولپاره څــــــه نــــــښـــان مـــې يــــې کـــنه


نږدې دي چې کې ډوب شم داوښکوپه درياب کې
ساحل ته رسېــــدوکــــــې پشــــتي بان مې يې کنه


مانه ويل شرميدمه چې زه ستـــــــايم اوته ځماشه
اوس وايه ( امين زيه ) چې آرمــــــــان مـې يې کنه

د شاعر نور شعرونه ←