د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

موسکا

څه موسکاوه دسروشونـــــــډوڅــــــه شرنـــــــــګاروه دجامونو
څه غوغاوه جوړه شوې شـــــــــرنـــــګ اوشرونګ دځنځيرونو


دلته بياڅـــــــــــه پـــــيــــداشـــوي دغه ځمکه ولـــــــــې سره ده
دلته جوړه کربلاده، مست هـــــــاتيــان دبل پــــــــــه ويـــــــــنو


هاچې کاندې رامعلوم دي ستــــــــــرګــــې نــــه لري ړانده دي
هاچې ژاړي واويلاکا، هــــــــاميــــــــــــن دي پـــــــه ګـــلـــونو


يوپه ويښ مزاج بيده ده، چې له خياله کړي خـــــــــوبـــــونـــه
هابل ګوره لژندپروت دى نوريې کـــــــــانـــــــــدي ديـــدنونـه


چاخولاس چاته نيولي چـــــــاځــــــــولـــــۍ ده غــــــــــوړولـې
څوک په پټه خوله خنداکادچااوښکې ځي سيــــــنـــــدونــــه


دغه حال دزمانې ده دغه چـــــــــابــــــــــــانــــــــــــدې راوستي
داتقديردالهي ده، کـــــــــه پــــــــــرې چــــــــــاکـــــړي ظلمونه


داڅه حال دى، څه زمان دى، کوم مکان دى، څه دوران دى
داڅه وايې ( امين زيه ) ټـــــــول رښتــــــــــيادى کـــه ملکونه

د شاعر نور شعرونه ←