د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي همت الله امين زى شعرونه

ملګرو

له کلي لرې يم ملګروځمابـــــــــاغچــــــه يـادېږي
دپلارنيکه کورتوکرک ښکلې دره يـــــادېـــــــږي


چې ننګيالي له دنياتللي اوس يې هلته کـوردى
دلوى بابامې هلته کورځماهديــــــره يـــــادېــږي


دکلي پاس پلومزارمې دکـــــــاکــــــــادى ورونو
چې پرې رپېږي مې هغه سره شنه جنډه يادېږي


چې به سهارله کوره ووتـــــوښوونځۍ ته به تلو
دومره مې ياره کريمداداوصـــــــدمرده يادېږي


دلوړوغرونوشنوباغونـويې مثــــــال نشته دى
هرې غونډۍ لمن کې جـــــوړه مې دېره يادېږي


دآشنايانوبه مېلې وې اوس يـــــواځـــــې ګرځم
 شعرپه خوله راته دهريــــــوه څېره يــــــــادېږي


دخاطروکيسه مې وکړه څه دريادشـــــــوه کنه
نه مې هېريږي ځماتــــــېـــره زمانه يادېــــــږي

د شاعر نور شعرونه ←