د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمد اسلام ارماني شعرونه

غزل

ډيوې مې بلې کړې د خوږ زړه د زخــــــــمــونو په سر 
شپې روڼوومه د ښائيسته ښائيسته يـــادونو په سر 
 
نن ئې په سترګو کې څه اووې زه پرې پوهـ نه شومه 
تسلي زړه له ورکووم د ګومـــــــانـــــــونـــــــو پــه سر 
 
ژوند به پخپله رنګينو سره شي غــــــــــاړه غټــــــــۍ 
سختې زغمي خلق مدام د اوميدونــــــــــو پـــــه سر 
 
تئيرې د زلفو ګورې ګورې کــــــــــړه وريــــــځ راوله 
زه په باران پسې لوغړيږمه د غرونو پــــــــــه ســــــــر 
 
د ليونو لارې کــــــږي وي خــــــــــو منــــــــزل ته رسي 
په ازغو پښې ږدي ځي ورخيژي د شپـــــــلونو په سر 
 
وائي به خېر دے چې څه وائي نن دې ټــــــــــول اووائي 
بې لوظه عمر تېروي تل د لوظــــــــونـــــــو پـــــــه سر 
 
دا څه سبب دے خـــــوالــــــــــه راشي خو خبرې نه کړي 
په مزکه راکاږي څو کـــــــرښـــــــــې دنـــوکونو په سر 

د شاعر نور شعرونه ←