د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمد اسلام ارماني شعرونه

غزل

زړګيه لارې درته ټولې د ازغـــــــــــو ډکـــــــې دي 
خېر دے مزل کوه مزلې د سخـــــــتو ډکـــــــــــې دي 
 
اې ليونو فکرونو لاس مې له ګريـــــــوان اوباسۍ 
کوڅې د يار دلته د ډېرو ليـــــــــونـــــــــو ډکې دي 
 
بڅري نولي اور په زړونو لـــــګوي لــــــــــه قصده 
د ښکلې پيغلې سپينې ليــچې د بنګړو ډکې دي 
 
هسې د لرې نه هم واورم چـــــــې خبـــــــــرې دچــــا 
خواږه خواږه وي خو دا ډيرې د خــــــوږو ډکې دي 
 
ارماني څوک دي چې په زړونو پټۍ کيږدي چاله 
دلته سينې دهرمئين د اســـــويــــــــــلو ډکــــې دي 

د شاعر نور شعرونه ←