افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لږ تم شي او را وګوري او لاس په لاس کې راکړي
خوږه مینه عجیب د ژوند احساس په لاس کې راکړي
یو څوک راشي له ورایه په خندا شي لکه ګل
د نور له اداګانو جوړ الماس په لاس کې راکړي
ناصح د دین له آره بې خبره یو ساتلي
د خېټې له تعبیره جوړ لباس په لاس کې راکړي
د نن ورځې سیاست او بازار دواړه چل او فریب دي
ښې ډېرې روپۍ واخلي لږ اجناس په لاس کې راکړي
شیطان او دا کافر ملا خو دواړه سره یو دي
دا یو واخلي ایمان او بل وسواس په لاس کې راکړي
کماله خوند د مینې د غزل به شي دوه چنده
که واګې خدای د شعر د ښکلي آس په لاس کې راکړي