د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدالله کمال شعرونه

غزل

ورک شمه په خاورو کې په زر کې را پیــــــــــدا شــــــمه
زه نو پس له مرګه لر او بـــــــــر کــــــــې را پیــــــــدا شمه

تاته مخامخ شمه غــــــایــــب لـــــه دې دنــــــیا شـــــــمه
بېرته دې د سترګو په نــــــظر کـــــــې را پــــیدا شـــــمه

شور یم شور د مینې محبت که مې څوک حس کړي نو
ګوره مې د ښکلي زړه په سر کې را پــــیدا شــــــــــــمه

زه په پښتو ژبه دومره خوږ شم لکه خـــــوږ جـــانـــان
کله چې غزل شم او هنــــــرکــــــــې را پــــــیدا شـــــمه

ستا د سپینو لېچو د بنــــــګړیـــو شرنګهار ته جان
پټ د ولو شاته په ګودر کې را پــــیــــدا شـــــــــــمه

کار لرم روزګار لرم او ټوله ورځ په کـــــور نــــه یم
راشه که مې ګورې مازدیګر کې را پـــــــیدا شمه

جار شمه کماله د یادونو خوی مــــــې واخـیستو
داسې چې په زړه د خوږ دلبر کې را پـــــیدا شمه


جون ۲۱ – ۲۰۰۶

د شاعر نور شعرونه ←