افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ستادلیمــــوپـــه څیروم خوږلګیدم
زه دنغموپه څیــــــــــروم خوږلګیدم
دژوندساحل مې له رنـــګونوډک و
مست دڅپوپه څیروم خـــوږلګیدم
دتږیوزړونومسیحـــــــاومــــــــــه زه
دشنواوبوپه څیروم خوږلګیـــــــدم
پیغلوټوشونډوپه ماچک لــــګاوه
دسرومڼوپه څیروم خوږلګــــــــیدم
هرې غوټۍ غیږته په نـــــــازبـــــــللم
سم دوږموپه څیروم خوږلګـــــــیدم
دښکلاستوری وم دعشق مـدارکې
روڼ دسپیدوپه څیروم خوږلـګیدم
کله که تریخ به غضري شوم بیـــاهم
ستادښیروپه څیروم خوږلګـــــیدم
۱۳۸۵/۸/۹
ساجرسعودي عرب