د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

اهدا

زه دتوروتیاروسیندیم
ته وړه شانته ډیوه یې
ته مانه شي رڼولای
زه پوهیږم توان دې کم دی
ډیوه ګۍ محل کې وسه
خپل څلورکونجه رڼاکړه
مادتوروتیاروزړه ته
دیوچاپه نوم اهدا کړه
دامنم چې ژوندون ګران دی
شته ترژوندلانورې ګرانې
ژوندخولاردتلورتلوده
قافیلې دي پرې روانې
له اغازه ترانجامه
سوزاوسازسره تړلي
دابې تیغمې خاورین زړونه
نازاونیازسره تړلي
موږچې مینه ورته وایو
دادژوندیوه اله ده
بې له دې دژوندون ناوې
یوه اخستې جنازه ده
پسرلي اوخزان دواړه
خپله نه دي معارشوي
دایولوی فمکاردحسن
په قدرت دې پنځولي
دوه نومونه است اونیست دي
یوله بل سره تړلي
یوله شوراورنګه ډک دی
بل بیاهرڅه پناکړې
۲۰۰۵/۱۰/۲۲/کټواز

د شاعر نور شعرونه ←