د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سید اسدالله اسد شعرونه

غزل

راځي كارغان سُردغزل مې په چــــــــــغــــــــــــــاروژني
په شاعرزړه كې مې نــــــغـــــــمۀ ،نـــــــغـــمۀ بهاروژني
 
پرموږيې نه لوريږي شـــــــــــونـډې دښكلاچې ګل شي
رقيب تورمخئ دښـــــــــــــــايــــــــست دخنداوار وژني
 
خلكه له كوره دشپې مه وځـــــــــــۍ بـــــــــــــــــلاګډه ده
لوى ،واړۀ ،ښځې اونــــــــروژنــــــــــــي واړه ښاروژني
 
چې يې دزهرودجام وس نـــــــــــــــه وي شنبړې راكوي
پدې بـــــانــــــــــــه مــــــــودغـــــــــــــزل تږى خماروژني
 
اعيارپه خيال كې مصنوعي غوندې خزان جوړوي
زموږدمينې په بــــــــاغــــــــــونــــــــــوكـــې انار وژني
د شاعر نور شعرونه ←