د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سید اسدالله اسد شعرونه

تړمه اوښکه

داپه مخ روانه اوښکه

تړمه تړمه  غلې غلې

پښه نیولې چیرته درومي

راته سوال دی لاتراوسه

کله کله مې په خیال کې

ښکته پورته په مستیو

داسې وګرځي جانان

تصور ته داسې راشي

تویوم که څه ارام کا

په دې سوي سوي زړه مې

چې پراته لا تر اوسه

څو بڅري دارمان

خو آه څه وشو ملګرو

بې ترتیبه مې تعبیر دی

لابې توله لیونۍ یم

چې دژوند واړه رازونه

داداوښکو تنا بونه

راته بیا ساده ساده شي

هر څه ورک زما له خیاله

خویې راز نه شم ګڼلې

خپل تقدیر په خپلو ګوتو

په تندي نه شم لیکلې

۱۹۹۱ بلغاریا

د شاعر نور شعرونه ←