د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سید اسدالله اسد شعرونه

غزل

وخت مې لیوني ژوند ته کاږه ګوري

لمر چې په لویدو شي نو ساړه ګو ري

مینې دمغرور حســـــن ملنــــــګ کړمه

نن ولې خندا زما په خـــــوله ګــــوري

کوز مې دفرهاد داوښکو څلـــــۍ کړه

یار چې نن له شرمه راتـــه نـــــه ګوري

وخت زما په سترګو مخ لیدی نه شي

سترګې مې داستا ښکلي کاته ګوري

پوه یــــــم ورلوګۍ شم لیــــونــــې مینه

ښخ مې په ځیګر دچا با ڼـــه ګـــــوري

ژوند مې سپیلنۍ کړو دیار سترګو ته

عشق به خود زما په لور خواږه ګوري

خال خالي له داغه پرې دپښو نشته

هجر د « اسد » په زړه کې څه ګوري

۲۱  /  ۱۲ /  ۱۳۶۲

د شاعر نور شعرونه ←