د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي افضل تګور شعرونه

غزل

شیخه دا یو درسره نه منمه

چی به بدلون په لر او بر کی راځی

 

چیرته چی سری لوپټی ووینمه

پښتنی جونی می نظر کی راځی

 

په دومره ظلم یی خوا یخه نه شوه

تغیر به کله دی کافر کی راځی

 

زه ورته ټکنده غرمه کی ناست یم

هغه ګودر ته مازیګر کی راځی

 

چی هر څه وایم،  او هر څه لیکمه

دجانان نوم دهر څه سر کی راځی

 

له غمه ټوله شپه شوګیر کومه

درانه خوبونه په سحر کی راځی

 

دکلی پیغلی یی خبری کړلی

ټکور وطن ته په اختر کی راځی

د شاعر نور شعرونه ←