افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تانه شه لوګی سر او ځوانی دواړه
ساتم زړه کی مینه او شاعری دواړه
ستا غیږه کی هم له یخه ریږدمه
ورکه شه یخنی وی که ګرمی دواړه
مینه کی افراط او نه تفریط ښه دی
وصل او بیلتون خو ځی او راځی دواړه
نه پوهیږم داولی ؟او دا ولی؟
خوښ می دی هوښیار او لیونی دواړه
یو مو زړه کی غم او یو وی درد په کی
زه او یار لرو لرو داغ په زړګی دواړه
داسی داغ په زړه باندی لرمه زه
کار نه کړی ټکور او دوایی دواړه