د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي افضل تګور شعرونه

غزل

اننګي دى سره ګلونه شاترينى

ګلابونه ګلابونه شاترينى

 

ستا پرمخ دبى وسي نښي ښکاريږى

ارمانونه ارمانونه شاتريرينى

 

ما داستا په نوم په سرو وينو ليکلي

کتابونه کتابونه شاتريني

 

په وطن باندى مى هره ورځ تيريږى

قيامتونه قيامتونه  شاترينى

 

زنده ګي ديوه پښتون اواره څه وى

عذابونه عذابونه شاتريني

 

نه يې ستا نه يې زما زړګي ټکورکړو

په اور وسوه داشعرونه شاتريني

د شاعر نور شعرونه ←