افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نور دې په هجران کې سوځېدی نه شم
ياره وفاداره لېونی نه شم
ما خو دې پېلوزو سجده کړې ده
چا ته روهيالی چاته پردی نه شم
ماد سرو گلابو شراب څښلي دي
څنګه يې وږمو ته اورنی نه شم
ستا سرو اننگو نه خولو سين جوړ کړ
دا بېړۍ دعشق مې دروی نه شم
څوکې دسا حل مې ورته گډې کړ ې
لمره ! ته شاهد يې درېدی نه شم
اوس مې د لمر زغرې اغوستې دی
تندر او طو فان کې و رکېدی نه شم
دا پانوس دې مه وژنه چې ورک نه شو
باز دهندو کش يم پردېسی نه شم
بيا به اباسين په غورځنگو راشي
دا ځل ئې امو کې ټينگوۍ نه شم
بيا به ځي خپه زاڼې کږې وږې
زه چې " توتاخېل" خوشحالوی نه شم