د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالله پیکار شعرونه

زمونږ ارګ زمونږه مرګ

دادښار تـر منځه غځيدلــې اژدهــا وينې
دغه وينې ، وينې   وينې څښونکې  معما وينې
دلته هميشه داختيار مـرۍ پرې شوې ده
داد جبر پالو جابرانو استوا وينې
 
 
دا دی دهوس دشرميدلي با با ارګ زمونږ
دغه کلا قــبر زمونږ  دغه کلا مرګ زمونږ
دا کلا زمونږ ه په ککرو دنګه شــوې ده
دغلته پرې شوې دشيرين ژوندانه برګ زمونږ
 
دا ما ڼـۍ دجبر داختيار لپاره جوړه ده
دا ما ڼۍ له حق نه دانکار لپاره جوړه ده
دلته دافغان په مرۍ ډيرې چړې پڅې دي
دا قصابخانه خو دخونکار لپاره جوړه ده
 
 
دا محل مې ونړاوه څوځلې مې وران کړ
بيرته مې دژوند په قيمت څوځلې ودان کړ
دا برخليک زما دجوارګر په بر خه شوي دی
ځان مې په بيلات کې تورې خاورې په تاوان کړ
 
 
مونږ  ه يې را جوړ کړوخو دنورو خيلخانو شي ارګ
مونږ  لپاره کور دخونړيـــو دسيسو شي ارګ
نوروتــه دزرو خزانه شي زر پرې وويشي
مونږ   ته دزقــومـو اودزهرو دپيالـو شي ارګ
 
 
دلته که بې عقله ملا راشي که هوښيار را شي
دلته که صادق را شي که پلی داړه مار راشي
څه جادو پرې وشي چې زمونږ دسر قاتل جوړ شي
دلته که مو ورور راشي اودلته که مو  پلار راشي
 
نه دي نو رڅه نه دي دهوس توره   نشه ده ارګ
ډيره بې حجابه او بد نامه تماشه ده ارګ
تل يې زه ساده په ستر ګـکونو غولـولي  يم
بــس يوه لـولۍ ده بازينګره فاحشه ده ارګ
 
۲۷-۰۹-۰۵
کابل
د شاعر نور شعرونه ←