افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نظـــم بـــه نــــه لیکې نــظــام تـــه خــطــره پیښه ده
په سپین محراب کې لوڅ امام ته خطره پیښه ده
یو خوار پښتون ته یې پدې دنیا جوړ کړی دوزخ
دادرتـــــه چــــــاوې چـــې اسلام ته خطره پیښه ده
هغــه بادار عـــرب لــه اوس نه په جنت کې اوسي
خو بـس عـــــجم غریــــب غلام ته خطره پسښه ده
خــــود بـــــه له ژوند او اند سره سیزي دامن دنیا
ځــــکه بــــدرنګ ځـــــکه بدنام ته خطره پیښه ده
پــــه شبګیر شوي مخ دمړ واو ښکو سهر ختلی
دخــــمـــــارو ستــــرګو ماښـام ته خطره پیښه ده
چې شنې سندرې شنـــې کوترې ترینه والوتلې
زمـــــا دسپینــــو هیـــلو بــــام ته خطره پیښه ده