د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سعادت شعرونه

غزل

ښـــایـــــي نـــفــــس رابـــښــی یــاره د همدي لپاره

لـــمـــر چــــي رڼـــــا ورکوي ستورته د شپي لپاره

ځیني دي لري درنه تښتي چي ژوندي پاتي شي

ځـــیــنـــي شــته غواړي دې دژوند دادامي لپاره

کـــه مــیــخــانـــه کــې مي د عقل قرباني ورکړله

ســـرمـــي ورغــــو ي کــــي راوړي د کبعي لپاره

مــــلا بــــه وروي د جــومــات تړلي نیمه شپه ده

ګـــنـــاه مـــي کـــړي چـیرته لا ړشم د توبي لپاره

کـــلـــه یـــاغــي ښه معلومیږي کله خړ په خاورو

ســـر بــغــاوت ته ،سر پیدا دي د سجدي لپاره

دا چـــي لــه جسمه الوتي نشي تقدیر سوي دي

د ســـعـــادت د روح وزرونـــه دهــغـــي لــپــاره

د شاعر نور شعرونه ←