د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

نن دليمو د خونې ور مـــــــــــــــــاتـــوم
په چا به تنده د نظر مــــــــــــــــــــاتـــوم
د سترگو جنگ ته مې بلا زړه کيږي
ستا د بــــــــــڼــــو بـــه دا لښکر ماتوم
راځه جانانه را ترغــــــــاړې ووځـــــه
يو څو تڼاکې د ځيگر مــــــــــــاتــــوم
شيرينه مينه مې په زړه وريـــــــږي
په فرهادي تيشه به سر ماتـــــــوم
سپينې کوترې درنه تنگې شولې
”بازه“ يو ورځ به دې وزر ماتــوم
د شاعر نور شعرونه ←