د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوه
راشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچــــــــوه
راته د سپينو سپينو ستورو امــــيـــلــــونـه راوړه
د کائيناتو دې خواره جهان تــــــه لاس واچــــــــو 
ترينه ولجه کړه د سندرو غرونـــــه غرونه اوښان
د غزلونو اوښبانه کاروان  تــــــه لاس واچــــــــوه
چې د وختونود ناسازو نه څه غچ خو واخـــــــــلو
جانانه نن خو دې تراخه دوران ته لاس واچـــــوه
چې د رقيب له زړه سوی سوی دود وخــــيــــژي
” عابده“ دا ځل دې خواږه جانان ته لاس واچوه
د شاعر نور شعرونه ←