د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

څو گيډۍ دُعا به د آمين په مــــــــــزي وتــــــــړم
زړه به مې د ښکلو د آئين په مـــــــزي وتــــــــــړم
 
نن به مې د سترگو کورکي ورته پرانستي وي
پريږده چې يو څو په کې حسين په مزي وتــړم
ټولې فلسفې به ستا د مينې په مخ شاته کـــړم
ښکلی غوندې شک به د يقين په مزي وتــــړم
هار د سپينو ليچو به په غاړه کې درواچـــــوم
وار وکړه چې زه خو لونگين په مزي وتــــــــړم
رادې شي کوترې دې د ”باز“ په سينه وگرځي
زه به يې وزرونه ښه سنگين په مــزي وتـــــړم
د شاعر نور شعرونه ←