افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ټولې بُتکدې وې حرم را نــــــــــــغــــــــی
زړه ته مې څوک ښکلی صنم رانــــــغــی
چاته چې مو لارو کې گلان شيـــنــــدل
هغه خو زمونږه په چم رانــــــــــــغـــــــی
تل د سپينو ليچو په خنجر راځــــــــي
ښکلی د موسکا په کرم رانــــــــغـــــی
ځم چې د گلونو موسم غلا کـــــړمـــــه
مونږ باندې يو کال چيرته سم رانغی
ته يې چې ښکالو ته غوږ نيولی وې
” بازه“ هغه زرکــــه قــــدم رانـــــغـــی