د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

په ليونو کې دې راغلی نــــــــــــــه يـــــــــم
جانانه زه دومره ښاغلی نـــــــــــه يـــــــــــم
 ما د خولګۍ طمعه کې و نه ســــــــــاتې
زه خو لا دومره نازولی نـــــــــــه يــــــــــــم
بخښنه غواړم په حاضر محــــفـــــل کې
د چا په سترګو کې خو خلی نـــــــــــه يم
اوس نه چنار او نه سنځلې شـــــته دی
اوس د هغې يادونو کلی نـــــــــــه يــــم
د يو ورور پښه مې جنګ کې وبايلله
خو له سنګره تښتيدلـــــی نــــه يــــــــم
د شاعر نور شعرونه ←