افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
خبره چې په کلي کې شوره شوه څنګـــــــــه ځـــــــــــې؟
کيسه زموږ د مينې چې ښکاره شوه څنګــــــــه ځـــې؟
تصوير دې په کې وځړوه، ياد خو به دې ساتــــــــــــي
رڼه مې د زړګي چې آيينه شوه څنــــګـــــــــه ځــــــــــې؟
هن! واخله لږ سرور خو په ليمو رانه يـــــــــــوســــــــه
ژوندون مې درته واړه ميکده شوه څنګـــــــه ځـــــې؟
سهار و، مازديګر شو اوس ماښام په تيـــريدو دی
ايسار شه د چا ياده نوره شپه شوه څـــنـــګه ځـــــې؟
ښه ډېر به درته جوړ کړم سپينې غاړې ته ځونډي
پخه چې د لونګو کرونده شوه څنــــګه ځــــــــــې؟