د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

له سرو سترګو تر سرو سترګو

 پرون چې ما په آيينه کې کتل
راته کيسې د ماشتومتوب يادي دې
زه به په چيغو چيغو کور ته راغلم
مورجانې زه به ستا ولور ته راغلم
زما به سترګې وې له خاورې ډکې
هم به مې سرو له ګردونو نه ډک
تا به نارې کړې چې قربان دې شمه
بيا دې له چا سره شوخي کړې ده
تا! ; به د خپل پوړنې پيڅکې باندې
زما له سترګو خاورې پاکې کړلې
هم به زما له سره ټول ګردونه تاوڅنډل
راته به ستغې سپورې تا وکړلې
چې مخ او سر به دې را ومينځلو
زما به سترګې تکې سرې ښکارېدې
تا به مې سترګې راته تورې کړلې.
خو نن چې بيا زما په سترګو کې د چا له غمه
د وينو سيند بهيده
ما ايينې ته کتل
زما تصوير په ايينه کې زنګېده زنګيده
ما ويل چې اوس به له هيندارې نه راوښويږي
تا راته څه په عاجزۍ وويل
زويه! لوګى دې شمه ودې ګرځم
نوره د سرو سترګو دا لوبه پريږده.

د شاعر نور شعرونه ←