افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
حوصلې
هوښیاره پام دلیونو کلې دی
داد زنځیر او زولنو کلې دی
هسې په خړو خاورو مه تیر وځه
دا دزمرو او میړنو کلې دی
دبد نظر په سترګو ونه ګوری
اغیاره ، دا د تربګنو کلې دی
دصفا نیت قدم په سترګو مني
پوه شه چې داد میلمنو کلې دی
سرکې دې خیال پرونې نه شي تازه
داد همغو پرونو کلې دی
دلته سینو کې حوصلې هم شته دي
که نه نو دا هم دفتنو کلې دی
دمرګ ګولو ته یې ټټر نیولې
دادغلبیل غلبیل سینو کلې دی
دوخت قاتل دی قتل شوی دلته
دا دپښتو او پښتنو کلې دی
ځواني زما دې شي لوګې ورځنی
دادلوګو او سپیلنو کلې دی
کابل
۱۳۶۴ / ۵ / ۲۷