افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
وعده
خدایه د ښکلو په وعده تیروتم
په زړه ساده ومه ساده تیر وتم
خیال راته ویل هغه ده را به شي اوس
هره شیبه چې تیریده تیر وتم
ما ویل شبنم دګل په پاڼو اوري
هغه په اوښکو لمبیده تیر وتم
کیف دشرابو خو بې کیفه نه وه
نشه په غم کې ډوبیده تیروتم
کابل
۱۳۶۴ /۷ / ۴