د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

ؤ ارمان ئې ســـتا ګـــــزار او تـــــــه رانـــــه غــــــــلې
درویــــش نــــــورو کړ سنګسار او ته را نه غــــلې
 
تــــــا زمــــــه دلارښــــــونـــــې وه اخـــــــیستــــــــې
له مــــــاورکه شوله لار او تـــــــه رانــــه غـــــلــــې
 
ددښــــمـــــن ســـــر چـــــې پـــــــه ګډه ورکو ټل ؤ
وکړ ما وربانـــــدې وار اوتــــــه رانــــــه غــــــــلې
 
نـــــور مــــخلــــــوق بــــــې ضـــــرورته راروان ؤ
ګـــــــرانــــــه تــــه مــــې وې پکار اوته را نه غلې
 
« درویش»  وژړل چې بیا دشپې په پای کـــــــــــې
راغـــله سترګه دسهــــــار او ته رانــــــه غــــلــــــې
د شاعر نور شعرونه ←