افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
زموږ وطن کې
خود بـــه قـــومـــونــــه ولســـونـــه نن زموږ وطن کې
د ذلت ژوند ته ږدي سرونه نن زمـــــوږ وطــــن کــــې
چه نه په شرق اونه په غرب نه شو جنوب کې پــاتـې
ټينګ دملي وحدت لاسونه نن زمـــــــوږ وطــن کــې
د اوبو ډارن به خود وهـــــــي دلامبــــوزنـــــولافــــــې
چه لوې سيندونه ګودرونه شول زموږ وطـــــن کـــې
انښلي به لارو کې لـــــــــمن پــــــورې دزرې اغــــــزي
چه مړاوې کيږي سره ګلونه نن زمـــــوږ وطـــــن کــې
رقيب به کاندي ملکي زمــــــونـــــــږ دکـــوراوکــــلي
چه دښمنان وي سره ورونه نن زمـــــوږ وطـــــن کــــې
دننګ پټکې به وي پرتې داسې پر ځمکه بــــانـــدې
چه په بل نيسې تصميمونه نن زمــــوږ وطــــــن کـــې