د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نظیر احمد انګار شعرونه

زړکی

څنګه تسل کړم دردیـــدلی زړګـــی
په سرو وورونو سوځیـــدلی زړګی
ټوټې  ټوټې د انديښـــــنو  د لاســه
دغم ماشين کــــــې شړېدلی زړګې
دوخت ستم او نا کردو ځينې تـــل
پټ په ګوګل کی ژړېدلې زړګـــی
دبخت کاروان ته رسیدو په تـــکل
دژوند ګرداب کی څرخیدلی زړګی
هر سباوون ته د خوښۍ په تمــــــه
په انتظار کی  کړیدلـــې  زړګــــــې
چه به زرغونې کړي غوټۍ دهيلو
سپرلي ته لار کی دریدلی زړګې
ربه طبیب يی شی په خپله د رنــــــځ
(انګار) به څه کړي داغیدلې زړګې
 
       ۲۰۰۳/۱/۲۹
سویډن
د شاعر نور شعرونه ←