د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نظیر احمد انګار شعرونه

دهجرت په ديارکې

فرش که سره ګلونه شي په لارزما
یولـــــحظه به زړه نه شي قرار زما
لرې چه هیواده ستا له غیږۍ یم
څنــګه به خزان حال شي بهارزما
ستا په یادکې اوښکې مې له سترګونه
څـــــــــــاڅي په ګریوان کې هر سهار زما
جــــــوړ راته تنور د بل قصرونه شي
شي مې چه په زړه لوی ننګرهارزما
ځاله دغیرت دننګیالومورچل
پاتــې دی پکتیا اوکندهارزما
خــــوښې دي خاپوړوکوڅې مالره
لوڅي پښې که ګرځم په دیارزما
ستا د طبعي ښایست ثاني نشته
ښکــلـې یې جوړکړې کردګارزما
شنــــو درو له منځه ابشارونه دې
تــــل کړي په غوږو کې شرهارزما
خوب می دکــنړسرکشه سیند وړی
لـــــــــــــــــر اوبر بهیږي  په  مدار زما
ښکــلې مشهــوره ټول لغمان کې دی
ځـــــــــــــاې د زیږیدنۍ علینګا ر  زما
خوراو وورکابل ته مې دلرې نه
وي دې ســــــلامونه په بار بار زما
ویستې که مې ستا مینه له زړه نه وه
نـــــــه دې راځي څوک  بیا په  مزارزما
خدایه د ( انګار)  د زړه ارمان سره
کـړې افغانستان  ګل او ګلزار  زما
 ۲۰۰۳/۱/۳۱
سویډن
د شاعر نور شعرونه ←