افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ياديږي هــــــــــــــرماښام اومازديګرمې د خپل کلي
سيند غاړه شنه جلګه او ژيړې لمر مې د خپل کلي
شــــــي اوښکې مې ليمو باندې دلې دلـــــې روانې
راياد شي چه له پيغلو ډ ک ګودر مې د خــپل کلي
دشنو درو له منځه ابشارونــــه مـــې غوږو کــــــــې
تل کاندي شره هارې لر اوبر مې دخــــپــــل کــــلــــي
له څومره محبت اولذتــونوځـــــيـــــــنــــې ډک وې
په ګډه روژه ماتۍ او اخــــــتــــرمــــــې دخپل کلي
لــــــږ وې می ســـــه اې خياله دوطن دغروسروته
ياديږي ډک له واورونه سپين غرمې دخپل کلي
کابـــــــــله بـــــــاجــــوړاوپــــــيښورمې نه هيريږي
ټوټه د يو وجود دی خړخـــــیـــبــرمې د خپل کلي
ډالې ورځينې راوړه چه راتـــلې زمونږ په لورې
نسیــــــــمه خواږه زيري سراســــرمې دخپل کلي
بيليږی مې له زړه ځیني (انګاره )کله ژوندکې
نغــــــــــمې دبلــبلا نو شين سحرمې دخپل کلي
۲۰۰۵/۱۱/۱۴ سويډ ن