د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نظیر احمد انګار شعرونه

دجهاد ثمره

که د جهاد په نوم وتلی نه وای
نن به زه دلته رســـــــیدلی نه وای
زما  نصیب  کي اروپا  کله وه
که مي وطن ته روس راغلی نه وای
بنده په خیر او شر خپل نه پوهیږی
ما به تندی ورته تریو کړی نه وای
کلي کي چا له اصله نه پیژندم
که می ټوپک پر اوږه کړی نه وای
دپلار نیکه غوندی فقیر به ومه
که مي د بل چا مال خوړلی نه وای
ښه چه هغوی غوندي کم عقله نه وم
نن به مي دومره سود گټلی نه وای
نه به می نوم اونه عزت وه داسی
چه مي ولس خپل  زورولی نه وای
نن به زما ژوند داسی نوه راحت
چي ګاونډی مي ځورولی نه وای
چه په سياسي پنــــــــــــــا منلم کله
چه مي په وینو لاس سور کړی نه وای
انگاره خوښ اوسه چي مل يې نه وې
اوس به ارام روح ویده شوی نه وای
نذير احمد ( انګار ) سويډن
١٣/١١/٢٠٠٢
د شاعر نور شعرونه ←