د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نظیر احمد انګار شعرونه

دموروطن

دموروطن پيغام عالي جناب کرزي ته
لمړی له هرڅه می سلام ومنه
بیا مي لیکلی دا پیغام ومنه
له ډیرو هیلو امیدو ځیني ډک
زما  ډالۍ  دغه  کلام   ومنه
دقدرت واگي نن دي ستا په لاس کي
درک د وطن خپل لوی مرام ومنه
دزخمي زړونو د ټکور لپاره
په ځان ناخوالی او ناکام ومنه
په نفس حاکم اوسه ټینگ عزم سره
وجدان قاضي د ځان  مدام  ومنه
ماضیي ده لویه تجربه که ځیر شې
گینی راتلونکی خپل انجام  ومنه
خیر که راغلی دبادار په زور یې
دقوم خدمت ته ځان غلام  ومنه
دخپل ټاټوبي او اولس لپاره
لارکی دخیراوچت هرگام ومنه
دوخت په تخت او تاج یی نشې موندی
بهشت خدمت کي دخپل قام  ومنه
د نیا فاني ده هرڅه ځي درځنی
توښه عقبی ته خپل انعام و منه
خیر به دي غواړم د الله په درکي
دمور دوعا سهار ماښام  ومنه
که دي کړې پاکي د بیوزلو اوښکي
پورته  بیشکه  خپل  مقام   ومنه
نذير احمد انګار سویډن
د شاعر نور شعرونه ←